یکشنبه , مارچ 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ازبکستان افغانستان سره خپله پوله وتړله

ازبکستان افغانستان سره خپله پوله وتړله

د ازبکستاني چارواکو د معلوماتو له مخې دوی د کرونا ویروس د پراختیا له وېرې په دغه اقدام لاس پورې کړی دی. د ازبېک رسنیو د راپورونو له مخې دغه هېواد هر اړخیز تدابیر نیولي چې وکړی شي خپل هېواد ته د کرونا ویروس د پراختیا او ورتګ مخه ونیسي. ددوی په خبره په همدې لړ کې له څو هېوادونو سره تګ راتګ په موقت ډول ځنډول شوی دی نو له افغانستان سره هم پوله په موقته توګه تړل شوې ده. ازبکستان داسې مهال دغه ګام اخلي، چې ښايي له شمالي ګاونډیو سره د افغانستان د پولو تړل ځينې اقتصادي ستونزې راولاړې کړي ځکه د افغانستان ډېری صادرات دمګړی له دغه هېوادونو ترسره کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: