افغانستان کې له پنځه اډو څخه د امریکایي سرتېرو تر وتو وروسته د اذربایجان دفاع وزارت ویلي چې د ناټو په چوکاټ کې یې یو شمېر سرتېري افغانستان ته راستولي دي. یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره که څه هم د سرتېرو شمېر نه دی په ډاګه کړی خو ویلي یې دي چې دا ځواکونه به د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې خپلې دندې ته دوام ورکړي. اذربایجان د ناټو په چوکاټ کې افغانستان کې یو شمېر سرتېري لري چې د ۲۰۰۲ میلادي له نوامبر میاشتې راهیسي په بیلابیلو ولایتونو کې په دندو بوخت دي.
