استرالیا افغان ځواکونو ته پنځلس زره ځانګړي ژغورونکي الکترونیکي وسایل ورکوي. په کابل کې د استرالیا د سفارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه ځانګړي الکترونیکي وسایل به د رادارونو په کشف، د غږیزو ترهګریزو پېښو په کشف او د ځینو ترهګریزو هڅو په خنثی کولو کې کارول کېږي. استرالیا ویلي چې دوی تر دې وړاندې هم زرګونه دغه ډول الکترونیکی توکي افغان ځواکونو ته ورکړي دي چې کارونه یې اغېزناکه تمامه شوې ده. دوی همدا راز د لا ډېرو مرستو د ترسره کولو ژمنه هم کړې ده.
