دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / بين المللي / اسرائیل وایي د پنځم اسلامي هیواد سره مو اړیکې عادي کیږي

اسرائیل وایي د پنځم اسلامي هیواد سره مو اړیکې عادي کیږي

د اسرائیل د سیمه ییزې همکارۍ وزیر هیله څرګنده کړې چې د ډونالد ټرمپ د جمهوري ریاست د دورې له پای ته رسیدو دمخه به اسرائیل د پنځم مسلمان هیواد سره رسمي اړیکې ټینګې کړي.
د اسرائیل د سیمه ییزې همکارۍ وزیر اوفر اکونیس د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۲۳ (مرغومي ۳) د اسرائیل د یوې تلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل چې سپینه ماڼۍ به ډیر ژر د یو بل اسلامي هیواد سره د اسرائیل د اړیکو عادي کیدل اعلان کړي، خو ددغه هیواد د نوم له ذکر کولو نه یې ډډه وکړه.
د اکونیس په وینا تر اوسه دوو نورو هیوادونو د اسرائیل سره د اړیکو عادي کولو ته تیاری ښودلی دی. دغه اسرائیلي مقام ددغو دوو هیوادونو د نوم له اخیستلو څخه هم ډډه وکړه، خو همدومره یې وویل چې یو ددغو هیوادونو څخه د خلیج په حوزه کې دی.
د اسرائیل سره د عربستان او پاکستان د اړیکو د عادي کولو په هکله د یوې پوښتنې په ځواب کې اکونیس وویل دغه دوه هیوادونه عربستان او پاکستان ندي.
د ټرمپ د جمهوري ریاست په دوره کې او د سپینې ماڼي د منځګړیتوب په نتیجه کې د متحده عربي اماراتو، بحرین، سودان او مراکش سره د اسرائیل اړیکې عادي شوې.
فلسطینیان اندیښنه لري چې د اسرائیل سره د عربي هیوادونو د اړیکو د عادي کولو دوام د فلسطیني اشغال شویو ځمکمو څخه د اسرائیل د وتلو او د یو خپلواک فلسطیني دولت د منلو لپاره ددې هیواد اوږدمهاله دریځ کمزوری کوي.
کڼ میشته اسلامي هیواد اندونیزیا، تیره اونۍ اعلان وکړ چې د یو خپلواک هیواد د لرلو لپاره د فلسطینیانو د حق تر پوره کیدو پورې به اسرائیل په رسمیت ونه پیژني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: