چهارشنبه , فبروري 19 2020
کور / خبرونه / بين المللي / اسراییل:په سیمه کې یې د ایران د نفوذ مخنیوي لپاره له امریکا سره کار ویشلی دی

اسراییل:په سیمه کې یې د ایران د نفوذ مخنیوي لپاره له امریکا سره کار ویشلی دی

د اسراییل د دفاع وزیر نفتالي بنت وایي، په سیمه کې یې د ایران د نفوذ مخنیوي لپاره له امریکا سره کار ویشلی دی. نوموړي زیاته کړې، ده د امریکا له دفاع وزیر مارک ایسپیر سره لیدنه کې د ایران د نفوذ مخنیوي پر لارو چارو خبرې کړې دي، امریکا عراق په غاړه اخیستی او اسراییل سوریه. نوموړي څرګنده کړې، ایران چې په سیمه کې د ترهګرو د تمویل یوازینۍ سرچینه ده او باید پر وړاندې یې بېړني اقدامات وشي. نفتالي ویلي، له دې وروسته به دوی په سوریه کې له ایران سره جنګېږي او متحده ایالات په عراق کې. د هغه په خبره، د دې همکاریو موخه دا ده چې په سیمه کې د ایران له ترهګریزو کړنو سره مبارزه وکړي او یاد هېواد دې ته مجبور کړي چې له سوله ییزو لارو خپلې غوښتنې مطرح کړي. هغه ټینګار کړی دی چې دوی به هیڅکله ایران ته د اټومي وسلو د پراختیا اجازه ورنکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: