پنجشنبه , سپتمبر 24 2020
کور / خبرونه / پاکستان / اسلام آباد: څلور تنه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

اسلام آباد: څلور تنه پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې

،پیښه نن سه شنبه د پاکستان پایتخت اسلام آباد د ترنول تاڼې په ساحه کې هغه مهال رامنځته شوه کله چې نامالومه وسلوالو په پولیسو ډزې وکړې

د پولیسو په وینا د وسلوالو په ډزو دوه تنه پولیس وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي او برید کوونکي د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي.

د دوی په وینا ټپيان نږدې روغتون ته انتقال کړی شوي او وضعیت یې د ډاډ وړ
نه دی.

د پېښې سیمه پولیسو په خپله ولکه کې اخیستې او پلټونکي عملیات یې پیل کړي خو تر دې مهاله کومه ګرفتاري مخې ته نه راغلې

بلخوا د پاکستاني طالبانو د حزب الاحرار ډلې ویاند ډاکټر عبد العزیز یوسف زي ټرایبل نیوز ته په یوه استول شوي بریښنالیک کې د برید پړه په غاړه اخیستې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: