سه شنبه , مې 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / اسوشیتد پرس:امریکا د طالبانو د ۷ ورځني وړاندیز سره هوکړه کړې ده

اسوشیتد پرس:امریکا د طالبانو د ۷ ورځني وړاندیز سره هوکړه کړې ده

اسوشیتدپرس د یو امریکایي چارواکي له خولې لیکلي دي چې امریکا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو په اړه د طالبانو د ۷ ورځني وړاندیز سره هوکړه کړې ده چې ژر به عملي شي. دغه چارواکي ويلي دي چې په دغه کار سره به له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو ته لار پرانیستل کیږي او د دغه تړون له لاسلیک وروسته به په لسو ورځو کې دننه باید بین الافغاني مذاکرات پیل شي. نوموړي ویلي، چې د تاوتریخوالي کمول به په ټول افغانستان کې وي. امریکایي چارواکو تر اوسه دا نه دي ویلي چې اوربند به څه وخت پیل کیږي خو د طالبانو یوې سرچینې ویلي چې اوه ورځنی اوربند به د روانې فبروروی میاشتې په ۲۲مه پیل شي او د سولې هوکړه به د همدې میاشتې په ۲۸مه نېټه په دې شرط لاسلیک شي چې طالبان به په اوو ورځو کې تاوتریخوالی نه کوي. د طالبانو یوې سرچینې همدا راز ویلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې د لاسلیک پر وخت به ملګري ملتونه، روسیه، چین، سعودي عربستان، پاکستان، جرمني، قطر او د ناروې استازي هم حاضر وي او د نړیوالو ضمانت کوونکو حیثیت به لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: