پنجشنبه , اپریل 2 2020
کور / خبرونه / اشرف غني عربي اماراتو ته تللی دی

اشرف غني عربي اماراتو ته تللی دی

ولسمشر غني تېر ماښام په ابوظبۍ ښار کې د متحده عربي اماراتو د بهرنيو چارو او نړيوالو همکاريو له وزير شيخ عبدالله بن زايد ال نهيان سره وليدل. ارګ وايي، په دې ليدنه كې دواړو لورو د ستراتېژيکو اړيکو او همداراز د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د سوداګريزو او اقتصادي مناسباتو پر پراختيا او سيمه ييزو مسايلو بحث وكړ. بلخوا تېر مازديګر د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي مرستيالې او د يو اېن هبيتات موسسې اجرايوي ریيسې ميمونې محمد شريف هم په متحده عربي اماراتو كې له افغان ولسمشر غني سره ليدلي دي. هغې ژمنه كړې، چې په افغانستان کې به د دې ادارې فعاليتونه د ښاري پراختيا د لومړيتوبونو پر بنسټ تنظيم شي او دوى به په ياده برخه کې پر يوې طرحې کار وکړي او هغه به له افغان حکومت سره شريکه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: