یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان، روسیه او امریکا د بین الافغاني خبرو د پیل پر څرنګوالي خبرې کوي

افغانستان، روسیه او امریکا د بین الافغاني خبرو د پیل پر څرنګوالي خبرې کوي

افغانستان، روسیه او امریکا د بین الافغاني خبرو د پیل پر څرنګوالي خبرې کوي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي په نږدې ورځو کې به په دغه درې اړخیز کنفرانس کې د بین الافغاني خبرو پر ژر پيل او ددغه خبرو پر څرنګوالي کنفرانس جوړ شي. په دې کنفرانس کې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر حنیف اتمر، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او د روسیې په استازیتوب ضمیر کابلوف برخه اخلي. روسیه وایي دوی ټینګار کوي چې ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرې پیل شي او په افغانستان کې دې روانه جګړه د خبرو له لارې حل کړل شي. کابلوف داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې همدا اوس زلمی خلیلزاد له اسلام اباد او دوحې کابل ته راستون شوی او د سولې اړوند مسایلو په اړه یې له افغان چارواکو سره خبرې کړې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: