سه شنبه , جنوري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان د خبریالانو لپاره خطرناک هېواد بلل شوی دی

افغانستان د خبریالانو لپاره خطرناک هېواد بلل شوی دی

افغانستان د خبریالانو لپاره خطرناک هېواد بلل شوی دی. د بې پولې خبریالانو په یوه تازه خپاره شوي راپور کې راغلي چې افغانستان، عراق او مکسیکو د خبریالانو لپاره تر ټولو خطرناک هېوادونه دي. د سرچینې په خبره روان کال په افغانستان کې پنځه خبریالان، په مکزیک کې اته او په هند او پاکستان کې څلور څلور خبریالان وژل شوي دي. سرچینه کاږي چې په افغانستان کې د سولې د خبرو له پيل سره هممهاله د خبریالانو په نښه کول د اندېښنې وړ مسئله ده او باید په دې اړه هر اړخیزې پلټنې وشي. د بې پولې خبریالانو تر دې وړاندې هم په افغانستان کې د بیان ازادۍ پر روان وضعیت اندېښنه ښوودلې وه او له افغان حکومت یې غوښتي وو چې ددې مهم اصل د ساتنې لپاره خپل اقدامات ډېر کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: