پنجشنبه , سپتمبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان: ټرمپ له افغانستان نه دټولو عسکرو ایستلو ټینګار کړی

افغانستان: ټرمپ له افغانستان نه دټولو عسکرو ایستلو ټینګار کړی

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا له افغانستانه د ټولو امریکایي سرتېرو پر ایستلو ټینګار کړی دی. د اسوشیټیډ پرس خبري اژانس د راپور له مخې، ټرمپ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د وتلو په اړه ویلي، ټول پوهېږي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر اته زره دی او په خبره یې؛ هغوی هلته د یو سرتېري نه بلکې د پولیس رول لوبوي. هغه زیاته کړې نور باید په افغانستان کې د امریکا ۱۹ کلن حضور پای ته ورسېږي او ټول سرتېري خپلو کورونو ته ستانه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: