جمعه , اپریل 3 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغانستان کې په نشو اخته کسانو کچه لوړه شوې ده

افغانستان کې په نشو اخته کسانو کچه لوړه شوې ده

د عامې روغتیا وزارت چارواکي په هېواد کې پر نشه يي توکو د روږدو کسانو د زیاتوالي له امله اندېښنه ښيي. ددې وزارت چارواکي وايي، دمګړی په هېواد کې کابو دوه مېلیونه او ۵۰۰ تنه په نشه يي توکو روږدي دي. دوی وايي، د روږدو کسانو د درملنې لپاره د روغتیايي مرکزونو نشتون او همدارنګه نشه يي توکو ته په اسانه لاسرسی په نشه يي توکو د روږدو کسانو د شمېر د زیاتوالي لاملونه دي. ورته مهال په نشه يي توکو ځينې روږدي کسان وايي چې د خپلې اړتیا وړ نشه يي توکي ډېر په اسانۍ ترلاسه کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: