چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / افغانستان / افغان امنیتي چارواکي: په پکتیکا کې یې اته تنه مشکوک وسله وال وژلي

افغان امنیتي چارواکي: په پکتیکا کې یې اته تنه مشکوک وسله وال وژلي

یو افغان امنیتي چارواکی وايي، د جولای ۱۹مې شپې مهال وسله والو د پکتیکا په وازېخوا او اورګون ولسوالیو کې پر افغان ځواکونو بریدونه کړي چې تر هغې وروسته په نښتو کې لږ تر لږه اته مشکوک وسله وال وژل شوي.

د تندر قول اردو د رسنیو د دفتر مشر جګړن اېمل خان مومند د جولای پر ۲۰مه رسنیو ته وویل، افغان سرتېرو په نښتو کې وسله وال په شا وتمبول.
دی په نښتو کې د اووه وسله والو د ژوبلېدو دعوه کوي.
مومند زیاتوي چې وسله والو د وازېخوا په مرجاني او د اورګون په شیخانو کې پر افغان ملي امنیتي سرتېرو حملې وکړې.
وسله والو لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: