دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / اقتصاد / افغان او پاکستاني لوری هڅه کوي سوداګري پراخه او پر پوله اسانتیاوې زیاتې کړي

افغان او پاکستاني لوری هڅه کوي سوداګري پراخه او پر پوله اسانتیاوې زیاتې کړي

افغان او پاکستاني لوری هڅه کوي سوداګري پراخه او پر پوله اسانتیاوې زیاتې کړي. بهرنیو رسنیو د افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزارتونو د چارواکو له قوله لیکلي چې دواړو لورو تېره ورځ پر مهمو مسایلو بحث کړی دی. تر ټولو مهمه مسئله ددواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري وه چې د اسانتیاو د راتګ خبره پکې شوې ده. همدا راز توافق شوی دی چې افغانستان او پاکستان به د رېل پټلۍ له لارې وصل کېږي او په دې اړه باید کارونه پيل شي. تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي وو چې پاکستان ته په واضح توګه ویل شوي چې له غیر قانوني اقداماتو ډډه وکړي، د راکيټ توغونې مخنیوی وکړي او پر فرضي کرښه دې د تاسیساتو جوړول بند کړي.

يوه تبصره

  1. I really like your writing style, excellent information, regards for putting up :D. “You can complain because roses have thorns, or you can rejoice because thorns have roses.” by Ziggy.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: