پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / افغان جګړه کې برخه اخیستونکي یوه نظامي سپي ته مډال ورکول کېږي

افغان جګړه کې برخه اخیستونکي یوه نظامي سپي ته مډال ورکول کېږي

یو نظامي سپی ته چې په افغانستان کې یې د القاعده پر وړاندې د بریتانوي جنګېدونکو سرتېرو د ژغورلو لپاره د دښمن د ډزو په مهال هڅه کړې وه، د ویکټوریا کراس مډال معادل هغه مډال ورکول کېږي، چې حیواناتو ته ځانکړی شوی.

د یوه برید په مهال، بلجیمي مالینویژ ډوله سپی چې کنو نومېږي، د یو وسله وال پر وړاندې درېدلی و چې د برید په مهال یې د شا پر دواړو پښو مرمۍ ولګېدې.

دا لومړنی بریتانوی سپی دی چې یوه مصنوعي پښه ورته لګول شوې ده. دغه څلور کلن سپي ته به په بریتانیا کې د رضاکارو خیریه ټولنې پي ډي ايس اي بنسټ لخوا د ډیکن مډال ورکړل شي.

د کنو په نامه دغه سپی چې اوس مهال نظامي ماموریت نه لري او بېرته بریتانیا ته لیږدول شوی، د چاودیدونکو توکو، وسلو موندلو او اړوند برخو کې روزنه ورکړل شوې وه او له پروګرام سره سم په راتلونکې نومبر میاشت کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ورته یاد مډال ورکړل شي.

کنو او د هغه ساتونکی تېر کال په افغانستان کې د القاعده سخت دریځو وسله والو پر وړاندې یوه شپه د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې د بریتانیا د ځانګړي ځواک د ملاتړ لپاره ګومارل شوي وو، چې پرې برید وشو.

دغه ځواکونه چې د وسله والو لخوا د لاسي بمونو او ټوپکو تر ډزو لاندې راغلل، و یې نه شو کړای چې په عملیاتو کې پرمختګ وکړي.

له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره کنو ته دنده وسپارل شوه چې د برید کوونکي پر لور ورشي. هغه د برید ګر د ډزو خوا ته داسې حال کې منډه کړې وه چې شپنۍ عینکې هم ورپه سترګو شوې وې.

کنو برید کوونکي کس ته له رسېدو وروسته هغه لاندې کړ او د برید مخه یې ونیوله.

کنو په دغه کار سره د عملیاتو لوری بدل کړ او له بریتانوي سرتېرو سره یې مرسته وکړه چې دغه ماموریت په بریالیتوب سره پای ته ورسوي.

خو د برید په مهال د کنو دواړه پښې ټپي شوې او د خپل ساتونکي لخوا یې د بېرته ستنېدو پر مهال د چورلکې په شاتنۍ برخه کې درملنه وشوه.

د ټپي سپي درملنه

د دغه سپي ټپونه ژور وو، یوه مرمۍ یې د وینې رګ تر څنګ تېره شوې وه او وړاندې له دې چې بریتانیا ته د بشپړې درملنې لپاره ولیږدول شي، څو مهمو عملیاتو ته یې اړتیا درلوده.

حیواني ډاکټران اړ شول چې د سپي د ژغورنې لپاره د هغه د پښې یوه برخه پرې کړي.

له هغې وروسته چې کنو په الوتکه کې بریتانیا ته ولیږدول شو، تر سخت او مهم جراحي عملیات یې وشول.

لکه د یو ټپي سرتېري په څېر، کنو ته هم اوږدمهاله پروګرام په پام کې ونیول شو، تر څو بېرته خپل عادي روغتیايي حالت ته راوګرځي.

د څو میاشتو په ترڅ کې هغه ته مصنوعي پښه ولګول شوه او ټپي شوي ځایونه یې هم ورغېدل او حالت یې بېرته عادي شو.

کنو په خپل دوهم ماموریت و چې ټپي شو او اوس لومړنی بریتانوي نظامي سپی دی چې دغه ډول آلې ور تړل شوې دي، په آسانۍ سره کولای شي منډه وکړي او ټوپونه ووهي چې دا ښايي هغه ته په خپل پاتې عمر کې خوښي ورکړي.

سپی

د بریتانیا دفاع وزیر بېن والس وايي:

“له کنو پرته به دغه عملیات ستونزمن شوي وو، او دا روښانه ده چې هغه د بریتانوي سرتېرو ژوند ژغورلی دی. دغه ځانګړي عملیات په څو کلنو کې د القاعده پر وړاندې ډېره مهمه لاس ته راوړنه ګنل کېږي. د کنو کیسه نه یواځې موږ ته زموږ د سرتېرو او پوځي سپیو خدمتونه رایادوي بلکې دا هم رایادوي چې د بریتانیا وسله وال پوځ د هغو حیواناتو لپاره چې له دوی سره دي، ډېره پاملرنه کړې ده.”

د پي ډي اس اي مشر هم ویلي چې په دنده کې د کنو زړورتیا هغه څه دي چې رښتیا د دغه مډال وړتیا لري.

دغه مډال په لومړي ځال د یاد بنسټ د بنسټګرې ماریا ډیکن لخوا په ۱۹۴۳ کال کې وړاندې شوی و. دا تر ټولو لوی مډال دی چې یو حیوان ته چې په نظامي جګړه کې خدمت کوي، ورکول کطږي.

کنو به ۷۲ حیوان وي چې دغه مډال تر لاسه کوي. له نوموړي وړاندې دغه مډال ۳۴ سپیو، د دوهمې نړیوالې جګړې ۳۲ پیغام رسوونکو کوترو، څلور اسونو او یوې پیشو ته ورکړل شوی دی.

په ۲۰۱۲ کال کې هم یو ۸ کلن سپي ته چې په افغانستان کې د بریتانوي سرتېرو د ساتنې په مهال په یو لاسي بم سره ټپي شوی و، ورکړل شوی دی. دغه مډال همداراز د کونان په نامه یو بل نظامي سپي ته چې د داعش ډلې د مشر ابوبکر البغدادي د وژلو په امریکايي عملیاتو کې تپي شوی و، ورکړل شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: