شنبه , مې 30 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان حکومت د ایراني چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه له ایراني سفیر وضاحت غوښتی دی

افغان حکومت د ایراني چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه له ایراني سفیر وضاحت غوښتی دی

افغان حکومت د ایراني چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه له ایراني سفیر وضاحت غوښتی دی. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرپرست وزیر ادریس زمان د ایران سفیر احضار کړی و او له هغه یې د ایراني چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه وضاحت غوښتی و. ایراني چارواکو ویلي وو، چې که امریکا پر ایران برید وکړي، نو دوی به په افغانستان او نورو سیمو کې د امریکايي ځواکونو پر مرکزونو بریدونه وکړي. ادریس زمان ویلي چې د افغانستان په اړه د ایراني چارواکو دغه ډول څرګندونې ددواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې زیانمنولی شي. بلخوا ایراني سفیر بهادر امینیان بیا وايي، چې رسنیو د ایراني چارواکو خبرې غلطې تعبیر کړې دي. دده په وینا دوی د افغانستان ارضي تمامیت ته درناوی لري او هڅه کوي د یوه ښه ګاونډي په توګه ښې اړیکې سره وپالي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: