چهارشنبه , اګست 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان حکومت د بین الافغاني خبرو لپاره بشپړ تیاری لري

افغان حکومت د بین الافغاني خبرو لپاره بشپړ تیاری لري

د سولې وزارت ویاندې ناجیه انوري رسنیو ته ویلي دي افغان حکومت تل د سولې لپاره حسن نیت ښودلی دی او اوس هم د بین الافغاني خبرو لپاره بشپړ تیاری لري. د نوموړې په خبره د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره بشپړ تدارکاتي، محتوايي او تخنیکي تیاری لري. ناجیه انوري دغه راز وايي چې د مذاکراتو لپاره د افغان حکومت پلاوی مذاکراتو ته بشپړ تیاری لري او په هر ځای او هر وخت کې د خبرو د پيل لپاره تیار دي. نوموړې د زندانیانو د تبادلې لپاره هم ویلي چې افغان حکومت د باور فضا جوړولو لپاره بندیان خوشي کړي دي او طالبان هم باید په دې برخه کې نرمښت وښيي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: