یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان حکومت غواړي د سولې په مذاکراتو کې خنډونه جوړ کړي

افغان حکومت غواړي د سولې په مذاکراتو کې خنډونه جوړ کړي

په دوحه کې د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي وایي د حکومت لوری په لوی لاس په مذاکراتو کې خنډونه رامنځ ته کوي. د طالبانو د مذاکراتي پلاوي غړي مولوي خیرالله خیر خوا په تازه مرکه کې ویلي دي چې لا هم د تګلارې یا طرزاالعمل پر سر اختلافات شته دي. دده په وینا د افغان حکومت له ځینو اقداماتو ښکاري چې دوی په لوی لاس غواړي په مذاکراتو کې خنډونه جوړ کړي او ستونزې را ولاړې کړي. هغه وايي پر ډېرو مواردو هوکړې ته رسېدلي دي خو ځینې موارد شته چې لا هم د نظر اختلاف ورباندې موجود دی او له امله یې کړنلاره نه ده جوړه شوې. افغان مرکچي پلاوي په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو تر دې وړاندې ددغه پلاوي غړو ویلي وو، چې طالبان په مذاکراتو کې سخته ژبه کاروي او هڅه کوي یوازې ددوی خبرې ومنل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: