پنجشنبه , اکتوبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان حکومت ۱۰۰۰ تنه نور طالب بندیان خوشي کوي

افغان حکومت ۱۰۰۰ تنه نور طالب بندیان خوشي کوي

حکومت وايي چې ۱۰۰۰ تنه نور طالب بندیان به خوشي کړي. د ملي امنیت شورا ویلي، چې د طالبانو له لوري د یو شمېر امنیتي ځواکونو له خلاصون وروسته یې پرېکړه کړې چې ډېر ژر ۱۰۰۰ تنه طالب بندیان خوشي کړي. د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي، چې تراوسه پورې يې د ولسمشر غني د دوو فرمانونو پر اساس ۲۷۱۰ طالب بندیان خوشي کړي دي. د امریکا او طالبانو د موافقې له مخې، ټاکل شوې وه چې طالبان د حکومت زر تنه او حکومت د طالبانو ۵ زره تنه بندیان خوشي کړي. په پام کې ده چې طالبان هم د حکومت ۴۰۰ بندیان خوشي کړي. د طالبانو یو پلاوی اوس په کابل کې دی چې د طالب بندیانو د خلاصون د بهیر څارنه وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: