چهارشنبه , اګست 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان حکومت ۶۰۰ بندي طالبان نه خوشې کوي

افغان حکومت ۶۰۰ بندي طالبان نه خوشې کوي

افغان حکومت وایي، له اختر وروسته د افغانانو خپلمنځي خبرو پیلولو لپاره به د طالبانو شپږ سوه بندیان خوشې نه کړي. د ولسمشرۍ ماڼۍ دا غبرګون له هغه وروسته دی چې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین پرون وویل، که د افغان حکومت په زندانونو کې د دوی پاتې بندیان تر لوی اختره خوشې شي نو دا ډله چمتو ده چې له اختر وروسته بین الافغاني مذاکراتو کې ګډون وکړي. خو د حکومت د رسنیو او معلوماتو مرکز مشر لطیف محمود وايي، دا ۶۰۰ طالب بندیان جرمي دوسیې لري او د خوشې کولو لپاره به یې د حکومت دریځ بدل نه شي. د امریکا او طالبانو د سولې تړون له مخې افغان حکومت د دې ډلې پنځه زره بندیان او طالبان د حکومت زر بندیان خوشې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: