یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان لوبډلې په شل اوریزه لوبلړۍ کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

افغان لوبډلې په شل اوریزه لوبلړۍ کې ایرلنډ ته ماتې ورکړه

د افغانستان او ایرلنډ ترمنځ د دریو شل اوریزو لوبو څخه یې ۲ د سر لوبې افغان لوبډلې وګټلې او دا لوبلړۍ یې په خپل نوم کړه. لومړۍ لوبه چې د مارچ میاشتې په ۶ مه نېټه ترسره شوه، افغان لوبډلې د باراني اصولو له مخې په ۱۱ منډو وګټله او نن په دویمه لوبه کې افغان لوبډلې د بچې په ګټلو سره لومړی توپ وهنه وکړه، چې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره یې سیالې لوبډلې ته د ۱۸۵ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې یې ایرلنډ لوبډلې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۶۳ منډې جوړې کړې او لوبه یې د ۲۱ منډو په توپیر بایلوده. د لوبې غوره لوبغاړی پکې مجیب ځدران شو، چې ۳ ویکټې یې واخیستې.

يوه تبصره

  1. Thank you for sharing your info. I reallyappreciate your efforts and I will be waiting for your next writeups thanks once again.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: