پنجشنبه , اپریل 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / افغان ولسمشر:سوله د امریکا او افغان حکومت ګډ هدف دی

افغان ولسمشر:سوله د امریکا او افغان حکومت ګډ هدف دی

ولسمشر غني وایي د افغانستان سوله د امریکا او افغان حکومت ګډ هدف دی. نوموړي د امریکا د سنا مجلس د بېلو کمېټو له غړو سره د لیدنې پر مهال ویلي ددې تمه شته چې ژر تر ژره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لاسلیک شي. نوموړي ویلي افغان حکومت د هر هغه ګام هرکلی کوي چې دلته د سولې او امنیت د راتګ سبب شي. دده په خبره هیله لري چې ژر تر ژره د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولې خبرې پيل شي او په دې توګه دلته روان ناورین د افغانانو په لاس پای ته ورسېږي. نوموړي په بېلو برخو کې د امریکا د خلکو له مرستو مننه کړې ده او هیله یې څرګنده کړې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې پراخې او پیاوړې شي. ولسمشر غني دغه راز ویلي چې ترهګرې ډلې افغانستان، سیمې، نړۍ او امریکا ته ګواښ دي نو د ټولو ګډ مسوولیت دی چې پر وړاندې یې مبارزه وکړي. هغه هیله څرګنده کړې چې نړیوال د له افغان ځواکونو خپل ملاتړ پراخ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: