د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله الیس ویلز وايي، چې ډيورنډ په نړیواله کچه په رسمیت پيژندل شوې کرښه ده.الیس ویلز پر خپله ټویټر پاڼه د امرالله صالح د یوې لیکنې په اړه ویلي چې د افغانستان له ملي حیثیته برخمنې سیاسي څېرې په دې خبر دي چې ډیورند په نړیواله کچه په رسمیت پېژندول شوې کرښه ده او د بېرته غوښتنو ادعا کول به د سولې مذاکراتو او دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکو ته زیان ورسوي.د ولسي جرګې غړي او د چارو شنونکي نیوکه کوي، چې پر ډیورند کرښه د تاسیساتو جوړېدو او اغزن تار غځېدو ټول لګښت امریکا ورکړی او د افغانستان حکومت په جریان کې دی، چې متحده ایالاتو او پاکستان پر ډیورند کرښه معامله کړې ده.
شنونکي وایي، چې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د تاسیساتو جوړېدو پر وړاندې د افغانستان د حکومت له چوپتیا هم ښکاري چې پر ډیورند معامله شوې.
څو ورځې مخکې د ملي امنیت پخواني رئيس رحمت الله نبیل له رسنیو سره خبرو کې وویل، چې د افغانستان حکومت پر ډیورند کرښه معامله کړې او په همدې تړاو یې له ای اس ای سره درې پټ تړونونه لاسلیک کړي دي.
