چهارشنبه , اګست 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / امریکايي حکومت له افغانستان سره د خپلو مرستو ډېره برخه بېرته پخپله غلا کړې ده

امریکايي حکومت له افغانستان سره د خپلو مرستو ډېره برخه بېرته پخپله غلا کړې ده

امریکايي حکومت له افغانستان سره د خپلو مرستو ډېره برخه بېرته پخپله غلا کړې ده. د آف-ګاردین په نامه یوه نشریه په یوه اوږده مقاله کې لیکي د امریکا ډېری نظامي چارواکي ددې ملاتړي دي چې باید په افغانستان کې نظامي حضور ولري ځکه دوی په یوه پراخ فساد کې ښکېل دي. د سرچینې په خبره امریکایانو خپلې ډېره برخه مرستې بېرته د خپلو قراردادیانو او مفسدو ملګرو پر مټ غلا کړې دي. دغه رسنۍ وایي چې امریکایي چارواکو د فساد او ډېرو لګښتونو لپاره هغه قراردادونه چې په ډېر کم لګښت کېدلی شوای په ډېرو لوړو پیسو کړي دي. په مقاله کې راځي چې د ارزانه تېلو پر ځای څو برابره ګران بیه تېل اخیستل کېدل، د ارزانه توکو پر ځای په څو برابره لوړو پیسو همغه توکي له نورو امریکایي کمپنیو اخیستل کېدل دغه راز سرچینه کاږي چې لا هم د افغان پوځ لپاره د امریکا له لوري په اخیستل کېدونکو وسلو او تجهیزاتو کې ستر فساد موجود دی. یاده رسنۍ تور پورې کوي چې امریکا خپله ډېره برخه مرستې بېرته له افغانستان پټوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: