دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / بين المللي / امریکایانو په افغانستان کې د نشه يي توکو، او کانونو د استخراج له درکه میلیاردونه ډالر ګټلي دي

امریکایانو په افغانستان کې د نشه يي توکو، او کانونو د استخراج له درکه میلیاردونه ډالر ګټلي دي

امریکایانو په افغانستان کې د نشه يي توکو د کاروبار او کانونو د استخراج له درکه میلیاردونه ډالر ګټلي دي. سپوتنیک فارسي په یوه اوږده مقاله کې لیکي امریکا وایي چې په افغانستان کې یې زرګونه میلیارده ډالر لګولي دي، خو په هغه پیسو سترګې پټوي چې د نشه يي توکو د کاروبار او کانونو د استخراج له درکه یې ګټلې دي. د سپوتنیک په دې مقاله کې راځي افغانستان یو غني هېواد دی او امریکایانو له دغه هېواد داسې قیمتي توکي ایستلي دي چې ارزښت یې زرګونه میلیارده ډالرو ته رسېږي. سرچینې امریکا د نشه يي توکو په کاروبار کې هم ښکېله بللې او په خبره یې امریکایانو په لوی لاس ددغه توکو کرکېلې ته پراختیا ورکړې وه او موخه یې دا وه څو نړۍ ته وښيي چې په افغانستان کې له نشه يي توکو پرته بل څه نشته. تر دې وړاندې روسي چارواکو هم ادعا کړې وه، چې امریکا په افغانستان کې د نشه يي توکو په قاچاق کې لاس درلود. ایران هم په دې اړه څرګندونې کړې وې.

2 تبصرې

  1. Hi there colleagues, fastidious article and pleasant arguments commented at this place, I am in fact enjoying by these.

  2. I must thank you for the efforts you have put in penning this
    site. I’m hoping to view the same high-grade blog posts
    from you later on as well. In fact, your creative
    writing abilities has inspired me to get my own, personal blog now 😉

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: