د ننګرهار ولایت ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي دي چې امریکایي ځواکونو د ننګرهار په هسکه مینه او اچین کې خپلې دوې نظامي اډې تخلیه کړې دي او افغان ځواکونو ته یې سپارلې دي. د سرچینې په خبره په دغه نظامي اډو کې اوس افغان پوځیان میشت شوي دي. په ننګرهار کې د سرحدي پولیسو قومندان ویلي چې د امریکايي ځواکونو په تخلیه شوو نظامي اډو کې اوس سرحدي ځواکونه مېشت دي او دوی به هڅه کوي چې په سیمه کې امنیت خوندي کړي. ځایي خلک بیا وایي چې ښايي په دې سره په سیمه کې نا امنۍ ډېرې شي، خو دوی له حکومت سره همکار دي او حکومتي ځواکونه باید له ولس سره په څنګ کې د ګواښونو پر وړاندې ودرېږي.
