جمعه , جولای 3 2020
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا: امنیت شورا دې پر ایران بندیزونه په نامحدوده توګه وغځوي

امریکا: امنیت شورا دې پر ایران بندیزونه په نامحدوده توګه وغځوي

امریکا په کلکه له امنیت شورا غوښتي چې پر ایران دې بندیزونه په نامحدوده توګه وغځوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبریالانو ته ویلي چې که د ملګرو ملتونو امنیت شورا پر ایران د بندیزونو دوام تایید نه کړی نو امریکا به په یوازې ځان غیر محدودو او بې مخینې بندیزونه پر ایران وضع کړي. د اوباما د حکومت پر مهال د امریکا او ایران تر منځ د شوې هوکړې له مخې ټاکل شوې وه چې د روان کال په اکتوبر کې پر ایران دیارلس کلن بندیزونه لرې کړل شي، خو اوس ټرمپ وایي اوباما تېروتی دی او ایران د ترهګرۍ ملاتړی دی نو هېڅ وخت به اجازه ور نه کړي چې دغه هېواد خپلو شومو موخو ته ورسېږي. بلخوا بیا روسیه او چین پر ایران د بندیزونو له دوام سره مخالف دي او وایي چې دې مسئلې ته یې رایه منفي ده او پر ایران د بندیزونو لرې کولو ملاتړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: