پنجشنبه , اپریل 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / امریکا او طالبان راتلونکو ۵ ورځو کې د تاوتریخوالي د کمولو مرحله پیلوي

امریکا او طالبان راتلونکو ۵ ورځو کې د تاوتریخوالي د کمولو مرحله پیلوي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې تر راتلونکو پنځو ورځو د تاوتریخوالي د کمولو مرحله پیلېږي.

د دغه وزارت سرپرست مسعود اندرابي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۸ کال د سلواغې ۲۹» د امنیه قوماندانانو په ورکشاپ کې په کابل کې وویل، دغه مرحله د امریکا او طالبانو د هوکړې پر اساس عملي کېږي.

ښاغلي اندرابي زیاته کړه: “ټاکل شوې تر راتلونکو ۵ ورځو د تاوتریخوالي د کمولو مرحله چې د امریکا او طالبانو د هوکړې پر بنسټ ترسره کېږي، پیل شي.

د تاوتریخوالي کمول چې طالبانو پرې هوکړه کړې د افغانستان د خلکو د مبارزې، جهاد او د افغان ځواکونو د داعیې ښکارندوی ده او طالبان کومه مقدسه جګړه یا جهاد نه ‎لري، بلکې اوس خپله هوکړه کوي چې تاوتریخوالی و.”
د ښاغلي اندرابي په وینا طالبانو هوکړه کړې چې د دغې پروسې پر مهال به له ځانمرګو حملو، چاودنو او راکټي بریدونو ډډه کوي.

ښاغلی اندرابي ټینګار کوي چې د قاطع ملاتړ مأموریت او امریکايي ځواکونو د همکارۍ او مالي ملاتړ ژمنه به د پخوا په څېر دوام کوي او د بهرنیو ځواکونو په شمېر کې کموالی به د افغان ځواکونو پر کړنو اغېز ونه‎لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: