پنجشنبه , سپتمبر 24 2020
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا ایران ته خبرداری ورکړی

امریکا ایران ته خبرداری ورکړی

د ایران په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي براین هوک ایران ته خبرداری ورکړی دی چې که له امریکا سره خبرو ته حاضر نشي نو له خپل اقتصاده دې لاس ووینځي. نوموړي زیاته کړې، د امریکا تر فشار لاندې دې ایراني چارواکي یوه ټاکنه وکړي، یا دې له دوی سره د مذاکرې مېز ته حاضر شي او یا دې بیا خپل پاشل شوی اقتصاد مدیریت کړي. د هوک په وینا، ایران لا هم له خپل اټومي پروګرام څخه لاس نه دی اخیستی. نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې همدا نن د ایران څلورمه تېل وړونکې کښتۍ وینزویلا ته رسېدلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: