جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا: ایران په سيمه کی ترهګر هېواد دی

امریکا: ایران په سيمه کی ترهګر هېواد دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې پر ایران به د ملګرو ملتونو بندیزونه هم بېرته راوګرځوي. مایک پمپیو وايي ایران هڅه کوي اټومي وسلو ته لاسرسی ولري او نړیوالو ته په کار ده چې دې مسئلې ته متوجه شي. هغه ایران په سیمه کې یو ترهګر هېواد یاد کړی دی او پر وړاندې درېدل یې د امریکا مسوولیت منلی دی. په ورته وخت کې د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار هم ویلي چې ایران غواړي د وسلو په صادروونکي هېواد بدل شي او د سیمې ترهګرو ډلو ته وسلې او پیسې ورکړي. امریکا د ایران پر دفاع وزارت او هغو کمپنیو بندیزونه وضع کړي چې د ایران له ټومي او د توغندیو جوړولو له پروګرام سره همکاري یا اړیکې لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: