جمعه , اپریل 3 2020
کور / خبرونه / راپورونه / امریکا دې د افغانستان او عراق په اړه خپله تېروتنه له ایران سره په ناندریو نه تکراروي

امریکا دې د افغانستان او عراق په اړه خپله تېروتنه له ایران سره په ناندریو نه تکراروي

امریکا دې د افغانستان او عراق په اړه خپله تېروتنه له ایران سره په ناندریو نه تکراروي. یوه امریکایي نشریه فیلادلفیا لیکي چې ډېری لویې امریکایي رسنۍ د نورو هېوادونو په اړه ناسم معلومات خپروي او امریکایي حکومت هم د همدې معلوماتو او تبلیغاتو پر بنسټ د نورو هېوادونو حریم نقضوي. دغه نشریه لیکي امریکا د افغانستان او عراق په اړه د رسنیو پر دروغو باور وکړ او نن خلک ددغه هېواد له پوځیانو دومره کرکه لري چې هره شېبه یې د ایستلو غوښتونکي دي. سرچینه د عراقي پارلمان وروستۍ پرېکړه د امریکا لپاره ستر درس بولي او په خبره یې دغه هېواد نه دی بریالی شوی چې د عراق د خلکو امنیت تامین کړي او یا لږ تر لږه هلته داسې فعالیتونه ترسره کړي چې خلک له امریکایي سرتېرو کرکه و نه کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: