جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا د اوروژنې اداره: سږ کال اورلګېدنې په تېرو شلو کلونو کې بې مخینې وې

امریکا د اوروژنې اداره: سږ کال اورلګېدنې په تېرو شلو کلونو کې بې مخینې وې

د امریکا د اوروژنې ادارې ویلي چې سږ کال اورلګېدنې په تېرو شلو کلونو کې بې مخینې وې او په ګڼو ساحو کې یې میلیونونه ډالر زیان اړولی دی. د سرچینې په خبره په څلورو ځایونو کې خورا پراخه اورلګېدنه رامنځ ته شوې چې ټولټال یې څلور میلیونه هکتاره ځنګل سوی دی. امریکایي چارواکي وایي دوی په یوه وخت کې ان د پنځوس زره هکتاره ځمکې پر سر د اوروژنې وړتیا نه لري، خو اوس له داسې یوه وضعیت سره مخ دي چې باید پر درې سوه زره هکتاره ځمکه د بل شوي اور پر وړاندې مقابله وکړي. اورلګېدنه له اګست میاشتې راهیسې روانه ده او لا هم د کلیفورنیا او نورو ایالتونو ځنګلي سیمې د لمبو خوراک کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: