شنبه , سپتمبر 19 2020
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا د جرمونو د نړیوالې محکمې پر ځینو غړو تازه بندیزونه وضع کړي دي

امریکا د جرمونو د نړیوالې محکمې پر ځینو غړو تازه بندیزونه وضع کړي دي

امریکا د جرمونو د نړیوالې محکمې پر ځینو غړو تازه بندیزونه وضع کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وایي چې ددغه محکمې پر څارنوالې فاتو بنسودا او ځینو نورو غړو بندیزونه وضع شوي دي. دده په خبره یادې محکمې غوښتل په افغانستان کې د امریکا پر کړنو څېړنې وکړي او دا د امریکا له داخلي قوانینو سره په ټکر کې عمل دی. د جرمونو نړیوالې محکمې غوښتل په افغانستان کې د طالبانو، امریکايي ځواکونو او افغان پوځيانو د جنګي جنایتونو په اړه پلټنې وکړي، خو دې کار د امریکا غبرګون وپاراوه. اوس امریکا ویلي هغه کسان او ادارې چې له فاتو بنسودا سره په دې برخه کې همکاري وکړي له بندیزونو سره به مخ او په تور لېست کې به شامل شي. په دې بندیزونو کې د سفرونو محدودیت او د شتمنیو کنګلول شامل دي.

يوه تبصره

  1. Hello there! Do you use Twitter? I’d like to follow you if that would be ok. I’m definitely enjoying your blog and look forward to new updates.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: