د امریکا دفاع وزارت (پنټاګون) په کندهار ولایت کې د دوو وژل شویو سرتېرو هویت په ډاګه کړی دی. د یاد وزارت له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا دوه امریکایي سرتېري، ۲۹ کلن مک لاولین او ۲۱ کلن ویلیون دي چې وړمه ورځ د افغانستان په کندهار ولایت کې د سړک غاړې ماین چاودنې له امله ووژل شول.
