چهارشنبه , فبروري 19 2020
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا د ملي امنیت شورا اویا کارکوونکي له دندې ګوښه کړي دي

امریکا د ملي امنیت شورا اویا کارکوونکي له دندې ګوښه کړي دي

امریکا د ملي امنیت شورا اویا کارکوونکي له دندې ګوښه کړي دي. لاسنجلس ټایمز په یوه مطلب کې لیکي چې د ټرمپ په لارښوونه د امریکا د ملي امنیت سلاکار د ملي امنیت شورا ۷۰ کارکوونکي له دندو ګوښه کړي او یا یې نورو ځایونو ته تبدیل کړي دي. د سرچینې په خبره دغه کسان ډېری یې د امنیتی مسایلو متخصیصین دي خو تر ډېره هغه کسان پکې شامل دي چې د ټرمپ د پرېکړو پر وړاندې به یې خنډونه جوړول. لاسنجلس ټایمز وایي، ټرمپ په لومړي سر کې ویلي وو، چې دغه کسان باید یوازې مشورې ورکړې او تر دې هاخوا دې په چارو کې خنډونه نه جوړوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: