امریکا وایي سرتېرو یې په افغانستان کې جنګي جنایت نه دی کړی، بلکې د ازادۍ جګړه یې مخ ته وړې ده. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په تازه څرګندونو کې ویلي د جرمونو د نړیوالې محکمې له غړو سره ځکه همکاري نه شي کولی چې دوی د امریکایي سرتېرو په اړه غیر قانوني پلټنې کوي. دده په خبره امریکایي عسکرو په افغانستان کې جنګي جنایت نه دی ترسره کړی، بلکې په دغه هېواد کې یې د ازادۍ لپاره د ترهګرو پر ضد جګړه کړې ده. امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې د جرمونو نړیوالې محکمې امریکایي او نور بهرني عسکر په افغانستان کې په جنګي جنایت تورن کړي دي او په دې اړه یې د پلټنو غوښتنه کړې ده. خو امریکا یې په غبرګون کې پر دغه محکمه او څارنواله یې فاتو بنسودا بندیزونه لګولي دي.
