پنجشنبه , اپریل 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / امریکا: له طالبانو سره د سولې تړون خطرناک دی

امریکا: له طالبانو سره د سولې تړون خطرناک دی

امریکا وايي سره له دې چې له طالبانو سره د سولې تړون خطرناک دی خو بیا هم هیله مندي شته ده. د امریکا ددفاع وزیر مارک اېسپېر وایي د تاوتریخوالي د کمولو او سولې تړون پر سر د امریکا او طالبانو ترمنځ اوږدې خبرې شوې دي. دده په خبره په دې اړه یې د امریکا له کانګرس او دغه راز د ناټو له غړو هېوادونو سره هم خبرې کړې دي. اېسپېر وایي سره له دې چې له طالبانو سره تړون خطرناک دی خو لا هم هیله مندي شته چې دغه تړون د امریکايي ځواکونو وتلو ته لار هواره کړي او دلته جګړه پای ته ورسوي. نوموړي دغه راز ویلي چې له ولسمشر غني سره یې هم پر افغان سوله او د سولې پر رامنځ ته شوې هوکړه خبرې کړې دي او هغه یې ملاتړ کړی دی. دده په خبره یو ساعت یې پر دې تړون له ولسمشر غني سره خبرې کړې او داسې ښکاري چې هغه یې هم ملاتړ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: