یکشنبه , مارچ 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / امریکا له ولسمشر غني څخه غوښتنه کړې چې د لوړې مراسم وځنډوي

امریکا له ولسمشر غني څخه غوښتنه کړې چې د لوړې مراسم وځنډوي

امریکا له ولسمشر غني څخه غوښتنه کړې چې د لوړې مراسم وځنډوي ځکه د دوی لخوا پیل شوې د سولې پروسه تخریبوي او په دې حساسو ورځو کې داخلي کشمکشونه زیات شوي دي چې دا هرڅه د سولې خبرو ته زیان رسوي. سرچینې رویټرز ته ویلي چې د دې اندېښنې له امله، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد، چې له تیرې اونۍ راهیسې په کابل کې دی له ګڼو سیاسیونو سره یې په دې اړه لېدنې کړې دي او هڅه کوي چې ولسمشر غني او عبدالله عبدالله د لوړې مراسم وځنډوي. تمه ده چې د راتلونکې شنبې په ورځ د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه لاسلیک شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: