یکشنبه , سپتمبر 27 2020
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا وایي ایران اټومي وسلو ته د رسېدلو لپاره خپل فعالیتونه چټک کړي دي

امریکا وایي ایران اټومي وسلو ته د رسېدلو لپاره خپل فعالیتونه چټک کړي دي

امریکا وایي ایران اټومي وسلو ته د رسېدلو لپاره خپل فعالیتونه چټک کړي دي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي ایراني لوري ته په کار ده چې اټومي وسلو ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې ودروي. دده په خبره د امریکا څېړنې ښيي چې ایران اټومي وسلو ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې څو برابره چټکې کړې دي او غواړي اټومي وسلې ولري، نو نړیوالو ته هم په کار ده چې د ایران پر دغه کړنو دې سترګې نه پټوي بلکې له امریکا سره دې مرسته وکړي چې پر ایران بندیزونه ډېر کړي. دغه امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی چې که ایران خپل فعالیتونه و نه دروي نو امریکا به پر لا ډېرو بندیزونو او اقداماتو لاس پورې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: