چهارشنبه , اګست 5 2020
کور / خبرونه / افغانستان / امریکا وایي د افغانستان د سولې په تړاو له ایران سره خبرو ته تیار دي

امریکا وایي د افغانستان د سولې په تړاو له ایران سره خبرو ته تیار دي

امریکا وایي د افغانستان د سولې په تړاو له ایران سره خبرو ته تیار دي. زلمي خلیلزاد پرون د امریکا د سولې په انستیتوت کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې دي. نوموړي ویلي امریکا له افغانستان د خپلو سرتېرو ایستلو ته ژمنه ده، خو د سولې هوکړه باید عملي شي. نوموړي همدا راز د ایران په اړه ویلي چې دمګړۍ ایران د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري نه کوي، خو که ایران وغواړي امریکا پر دې موضوع خبرې ورسره کوي. د خلیلزاد په خبره په افغانستان کې د سولې تامین د امریکا هدف دی او دغه هدف ته د رسېدو لپاره له ایران سره هم خبرو ته تیار دي. دغه امریکایي چارواکي داسې مهال له ایران سره د خبرو یادونه کړې چې د دواړو هېوادونو اړیکې تر وروستي حده خرابې دي او یو بل ته سخت ګواښونه کوي. بلخوا ویل کېږي چې ایران په افغانستان کې د جګړو تر شا دی او له طالبانو سره په بېلو برخو کې مرستې کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: