چهارشنبه , فبروري 19 2020
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا وایي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي له کموالي سره هممهاله له افغانستان د خپلو ځواکونو ایستل پیلوي

امریکا وایي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي له کموالي سره هممهاله له افغانستان د خپلو ځواکونو ایستل پیلوي

امریکا وایي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي له کموالي سره هممهاله له افغانستان د خپلو ځواکونو ایستل پیلوي. د امریکا ددفاع وزیر پرون د ناټو ددفاع وزیرانو په غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې طالبانو د تاوتریخوالي کمولو وړاندیز ورته کړی دی. مارک ايسپېر وایي، دوی دې ته په تمه دي چې هوکړه وشي او د تاوتریخوالي د کمولو له پیل سره سم به امریکايي ځواکونه هم له افغانستان وځي. په ورته وخت کې ايسپر له سټولټنبرګ سره د لیدنې پر مهال دا هم ویلي چې ناټو او امریکا له افغان حکومت خپل ملاتړ ته ژمنه ده. دده په وینا دواړه به د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړه ادامه ورکوي او د ترهګرۍ ضد مبارزه کې به همکاري ورسره کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: