دوشنبه , سپتمبر 28 2020
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا وایي ملګري ملتونه او امنیت شورا د ترهګر ایران ملاتړ کوي

امریکا وایي ملګري ملتونه او امنیت شورا د ترهګر ایران ملاتړ کوي

امریکا وایي ملګري ملتونه او امنیت شورا د ترهګر ایران ملاتړ کوي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې په امنیت شورا کې غوښتنه کړې چې پر ایران دې بندیزونه راوګرځول شي. د امنیت شورا ټولو غړو د نوموړې غوښتنې ته رد ځواب ورکړی دی او د رایو په اکثریت یې د بندیزونو ددوام لپاره د امریکا غوښتنه رد کړې ده. دوی ویلي له قانوني اړخه امریکا دا کار نه شي کولی او غیر قانوني اقدام ته یې امنیت شورا رایه نه ورکوي. ددې پرېکړې په غبرګون کې د امریکا سفیرې کلي کرافټ ویلي چې امنیت شورا د ترهګرو ترڅنګ ولاړه ده او د ترهګر ایران ملاتړ کوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: