شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / امریکا په افغانستان کې خپلې ۴۰۰ نورې اډې نړوي

امریکا په افغانستان کې خپلې ۴۰۰ نورې اډې نړوي

امریکايي چارواکي وايي، چې د دوحې تړون په اساس به په افغانستان کې د روانې میاشتې تر پایه څلور سوه نورې خپلې پوځي اډې ونړوي او ټول سرتېري به یې پنځو لویو اډو ته راټول شي. دوی وايي چې امریکا تر دې وړاندې هم په افغانستان کې خپلې ډېرې پوځي اډې نړولي او د پاتې نورو هغو د نړولو کارونه به د روانې میاشتې تر پایه بشپړ شي. امریکایي چارواکو زیاته کړې چې اوسمهال له یادو اډو د سرتېرو ایستلو چارې پیل شوې او ټول به په پنځو اډو کې راټول شي. د دوی په خبره، د امریکا حکومت تر دې مهاله د خپلو پنځو نورو لویو اډو په تړاو پرېکړه نه ده کړې. د امریکایي چارواکو په وینا، حکومت یې پر دغو پنځو اډو میلیاردونه ډالر لګولي او په پرمختللو سیستمونو سمبال دي، خو د افغان ځواکونو لپاره یې کارونه او کنټرول ډېر سخت وي.
د یادونې ده چې د امریکا دغه پنځه لویې نظامي اډې په بګرام، کندهار، ننګرهار، بلخ او فراه ولایتونو کې دي چې اوسمهال زرګونه امریکايي سرتېري پکې مېشت دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: