چهارشنبه , فبروري 19 2020
کور / خبرونه / بين المللي / امریکا په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر کموي

امریکا په افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر کموي

د امریکا د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین وایي، ښایي روان کال له طالبانو سره یوې هوکړې ته ورسېږي. نوموړي زیاته کړې، د هوکړې نه کېدو په صورت کې به هم دوی په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر راکم کړي. نوموړي په یوه تازه مرکه کې افغان ځواکونو ته په اشارې ویلي، دا ځواکونه اوس پیاوړي شوي دي او د هغوی د ښه کار په پایله کې به وضعیت مثبت بدون وکړي. هغه زیاته کړې، دوی له طالبانو سره خبرو ته راګرځېدلي دي او تمه لري چې په لنډ وخت کې د یوې ښې هوکړې شاهدان اوسي. اوبراین څرګنده کړې، دوی پر یوې هوکړې کار کوي خو باید یوه ښه معامله وکړي. نوموړی دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د امریکا ولسمشر ویلي، دوی به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر شاوخوا اته زرو ته راښکته کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: