شنبه , جولای 11 2020
کور / خبرونه / امریکا په ایران او عراق کې پر ۲۰ کمپنیو او یو شمېر افرادو نوي بندیزونه اعلان کړل

امریکا په ایران او عراق کې پر ۲۰ کمپنیو او یو شمېر افرادو نوي بندیزونه اعلان کړل

امریکا په ایران او عراق کې پر ۲۰ کمپنیو او یو شمېر افرادو نوي بندیزونه اعلان کړل. د امریکا د خزانې وزارت په یوه بیان کې ویلي، په نویو بندیزونو کې په ایران او عراق کې هغه ۲۰ مخکښ سوداګریز شرکتونه، لوړپوړي چارواکي او کاروباریان دي چې یا یې د ایران د سپاه پاسداران په ملاتړ یا د دې ځواک او د هغه د قدس څانګې په نیابت فعالیت کاوه. د بیان له مخې دا شرکتونه او افراد همداراز تورن دي چې په عراق کې یې د کتائب حزب ‌الله یا عصائب اهل‌الحق په څېر ایران پلویو ترورېستي ډلو ته وژونکې مرستې ور رسولې او د غیر قانوني پیسو د سپینولو په فعالیتونو کې ښکېل وو. ویل کېږي دا شرکتونه او افراد یمن ته قاچاقي وسلې وړي. د نویو بندیزونو له مخې د دې کمپنیو او افرادو شتمنۍ په متحده ایالاتو کې کنګل کېږي او امریکايي شرکتونو ته له دوی سره د معاملې اجازه نه ‌ورکول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: