له امریکا څخه نیولې تر مکسیکو او هسپانیې پورې، زرګونه کسانو امریکايي جورج فلویډ ته د درناوي په هدف لاریونونه وکړل. د هغه د مرګ له امله د نړۍ په کچه لاریونونه پیل شوي او په زرګونه کسان د نژادي تبعیض او تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه کوي. د آسترالیا په لوی ښار سدني کې هم په لس ګونه زره کسانو د پولیسو په قید کې د ځايي افرادو د وژل کیدو په غبرګون کې لاریون وکړ. که څه هم د آسترالیا لومړي وزیر سکاټ مورسن له خلکو غوښتي وو چې د کرونا ویروس د خپریدو له امله په لاریونونو کې برخه وانه خلي خو خلکو دې غوښتنې ته پام ونکړ او د امریکا له لاریونو کوونکو سره یې همغږي وښوده.
