پنجشنبه , اکتوبر 29 2020
کور / خبرونه / افغانستان / امنیت شورا: د طالبانو روان تاوتریخوالی به د سولې بهیر زیانمن کړي

امنیت شورا: د طالبانو روان تاوتریخوالی به د سولې بهیر زیانمن کړي

افغان حکومت وایي د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي ډېرېدل به د سولې بهیر زیانمن کړي. د ملي امنیت شورا د سلاکار د دفتر ویاند جاوید فیصل نن په یوه خبري غونډه کې د خبرو پر مهال وویل دوی سولې ته ژمن دي او په دې برخه کې یې د پام وړ او مهم ګامونه هم اوچت کړي دي. نوموړي همدا راز وویل چې طالبانو برعکس نه یوازې دا چې د سولې لپاره تاوتریخوالی نه دی کم کړی بلکې جګړې یې شدیدې کړې دي. دده په وینا د سولې په روانو هڅو کې د طالبانو له لوري د جګړو او تاوتریخوالي ډېرول به د سولې هڅې زیانمنې کړي. نوموړي د زندانیانو د خلاصون په اړه هم وویل چې دا لړۍ به روانه وي او په نږدې ورځو کې به د طالبانو نور بندیان هم خوشي کړي.

2 تبصرې

  1. viagra 100mg viagra buy real viagra online

  2. when will viagra be generic is there a generic for viagra mexican viagra

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: