چهارشنبه , جنوري 22 2020
کور / خبرونه / بين المللي / ایران ته درېیو هېوادونو خبرداری ورکړی

ایران ته درېیو هېوادونو خبرداری ورکړی

دریېو اروپایي هېوادونو پر ایران غږ کړی دی چې باید اټومي تړون ته ژمن پاتې شي. د فرانسې ولسمشر ایمانول مکرون، د المان او بریټانیا لومړیو وزیرانو ایران ته خبرداری ورکړی دی چې هغه تړون ته ژمن پاتې شي چې په ۲۰۱۵ کال کې یې په ویانا کې له ځواکمنو هېوادونو سره کړی و. په ورته وخت کې دا موضوع په پاریس کې هم د بهرنیو چارو د وزیرانو په بېړنۍ غونډه کې یاده شوې ده. یادو هېوادونو له ایرانه په کلکه غوښتنه کړې ده چې بېرته باید دغه تړون ته راوګرځي. ایران که څه تازه په دې اړه څه نه دي ویلي خو وړاندې تر دې یې د قاسم سلیماني د وژنې غبرګون کې ویلي وو چې دوی له دې وروسته ځان اټومي تړون ته مسوول نه بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: