یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / بين المللي / ایران: د افغانستان سوله به د مرکزي اسیا له دایمي ثبات سره ډېره مرسته وکړي

ایران: د افغانستان سوله به د مرکزي اسیا له دایمي ثبات سره ډېره مرسته وکړي

ایران وایي د افغانستان سوله به د مرکزي اسیا له دایمي ثبات سره ډېره مرسته وکړي. په کابل کې د ایران سفیر بهادر امینیان ویلي چې د افغانستان سوله د ټولې سیمې لپاره مهمه ده. دده په خبره په افغانستان کې د سولې په راتګ سره به د مرکزي او جنوبي اسیا د هېوادونو ترمنځ اړیکې ښې شي او دا به ددې سبب شي چې ټولې سیمې ته دایمي ثبات راشي. هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې ایران د افغانستان د سولې ملاتړی دی او ددې غوښتونکی دی چې په افغانستان کې د بهرنیانو مداخلې پای ته ورسېږي. د امینیان په وینا ایران له افغانستان سره د سولې د راتګ په برخه کې مرستو ته هم تیار دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: