شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / بين المللي / ایران: د تمریناتو په مهال په راکټ لګیدلې کښتۍ کې ۳۴تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

ایران: د تمریناتو په مهال په راکټ لګیدلې کښتۍ کې ۳۴تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

یوه ایرانې کښتۍ په تصادفي ډول د همدې هېواد د سمندري تمریناتو پر مهال په توغول شوي راکټ لګېدلې چې له امله یې د یادې کښتۍ ۳۴تنه عملې ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ایران سمندري ځواکونو نن دوشنبه د یوې اعلامیې په خپرولو وویل چې دا پېښه د یکشنبې په ورځ په عمان خلیج کې د تمریناتو پر مهال شوې ده.

تر دې وړاندي د ایران دولتي رسنیو د یوه کس د وژل کېدو خبر ورکړی و.

د ایران نیمه دولتي خبري آژانس ایسنا راپور ورکړی چې دا کنارک نومې کښتۍ یوه ملاتړې کښتې وه چې تر پېښې وروسته په سیمه کې یوې وچې ته انتقال شوې ده.

دا معلومه نه ده چې د پېښې پر مهال په یادې کښتۍ کې څو تنه عمله وه.

تر دې وړاندي د ایران دولتي ټلویزیون دا پېښه یو تصادف بللی او ویلي یې دي چې کښتۍ هدف ته ډېره نژدې پاتې شوې وه.

د امریکا سمندري ځواکونه چې دا سیمه څاري، تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایران په معمول ډول په یاده سیمه کې چې د هرمز تنګي ته نژدې ده، سمندري تمرینات ترسره کوي.
دا کښتۍ چې په آلمان کې جوړه شوې وه او له ۱۹۸۸ کال راهیسې فعاله وه.

یاده پېښه داسې مهال شوې چې د تهران او واشنګټن ترمنځ لانجې لا هم روانې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: